تر څنګ يي دملي شتمنيو اقتصادي جنايتکاران !
انجنير سيدعبدالقادر انجنير سيدعبدالقادر

سوړ ژمي ، وږي او لڅ ماشومان  

په تيره اونۍ کي دنور دتلويزيوني شبکي له لاري دکابل په اتمه ناحيه کي د يو شمير هغو افغاني کورنيو څخه چی په دې ساړه ژمي کي يي په زړو او څيرو خيمو کي خپل ژوند تيراوه ، دمخامخ ليدو څخه يي داسي يو عيني را پور تاژ تهيه کړي او نشريي کړي ، چی ليدل يي ډير ژړه ونکي ، دردونکي او حيرانونکي وو ۰ په حقيقت کي يي په ليدو سره دسړي څخه دخپلي کورني دژوند لذت او محبت هيراوه ۰او په دې واورو کي ددې غريبو ماشومانواو ميندوحالات سړي داوښکو په درياب کي لاهو کاوه ۰او ريښتيني افغان يي دداسي يو سوال سره مخامخ کاوه ، کرزي صاحب تا سواو ستاسو ډلي چی پر دې وطن باندي دافغانستان اسلامي جمهوريت نوم ايښي دي ، آيا تاسو جهادي او غربي تکنو کراتي ډلو ټپلوپه دې تيرو ۱۲ کلونو کي کوم کار داسلامي شريعت او اسلامي رکنونو برابر کړي دي ؟ اسلام خو د شفقت او مهرباني دين دي ، اسلام خو دبي عدالتيو ، چور او چپاول ضد او ورور ولي دين دي ۰ ولي تاسو چی په اوس مهال کي ځان ددې يرغمل ولس مشر بولي ، ديو ډير شمير بي عدالتيو تر څنګ ايا يو فيصد مو هم په دې ساړه ژمي کي ، ستا دزرين قصر په پينځه کيلو متري کي ددې غريبو ماشومانو ، ميندو او زړو دژوند څخه ځان خبر کړي دي ؟چی دلوږي او تندي تر څنګ يي په دې ساړه ژمي کي ديخني له لاسه په سل هاوو ماشومان مريضان سوي او ۱۷ ماشومان په شهادت رسيدلي دي ؟ اوپه دې يخنيو کي دکورني دنورو ماشومانو دبقا له پاره دپينځه کلني نغمي پلورل ستاسو ځان کوم تکان وخوړ ي ؟ تاسو چی داسلامي جمهوريت رئيس ځان بولي ، ددې بي وزلو کورنيو دنجات له پاره مو کوم څه کړي دي ؟حتمي ده چی ځواب يي نه لري ۰ اسلامي مشر بايد هم داسي وي ؟ په لوړو عکسونو کي دا ماشومان چی په يخنيو او زړو جامو کي معلوميږي ، هري مور او پلار ته داسي ګران دي ، لکه پر تا چی خپل زوي ميرويس جان ګران دي ۰ او حق لري چی په ښکلو جامو کي يي په غيږ کي ونيسي او دخپلي پلرنۍ ميني محبت ور ښکاره کړي ۰ ددې غريبوکورنيوماشومانو بايد دژوند په دغو شيبو کي ستاسو او جهادي اقتصادي جنايتکارانو دماشومانو په څير دماشوم توب لوبي کولاي ۰ ولی دوي دکورني غربت له کبله په هغو ځايونو کي ګرځي چی دژوند دبقا له پاره کوم څه په لاس راوړي ۰ اوتر څنګ يي هم دپلرونو څخه داولاد سره مينه او محبت نن امريکايي اشغالګرو ستا تر مشري لاندي دغربت سختو څپو ددوي څخه دا هر څه اخستي دي ۰ آيا دا ستاسو اسلامي او وجداني وظيفه نه ده چی ددې غريبو زورولو کورنيو څخه ځان خبر کړي ؟ اونه سي کولاي چی ددوي دخپل شرعي حق څخه حتا يو فيصد ورکړي ؟ کيدلايسي چی ددوي ژوند ددي حالت څخه راووزي ، او لږ تر لږه دژوند دښيګڼو څخه چی الله پاک (ج) ورکړي دي لذت واخلي ۰ښکاره خبره ده چی هر ريښتيني افغان ته چی خپل ولس او ملي ګټو ته وفاداره وي دا حالت بيا ډير زورونکي ښکاري ، او په دې باندي پوره پوهيږي چي ، ددې بي وزلو کورنيو هر غړي ، ماشوم دي که ځوان او که زوړ ، دخپل وطن په ملي شتمنيو کي دلويي برخي خاوند دي ۰ مګر متاسفانه چی په اوس مهال کي يي ګران وطن دنړي وال امپرياليزم چی په سر کي يي دامريکا متحده ايالات قرار لري ، ددوي دناټو دزبر ځواک له خواه تر اشغال لاندي راغلي او دا يرغمل ولس يي دخپلو ګوډاګيانو ( په اصطلاح جهادي او تکنوکراتي اقتصادي بشري جنايتکارانو ) له خواه د داسي بشري او اقتصادي ناورين سره مخامخ کړي دي ، څو وکړايسي اشغالي ځواکونه ددي لاري څخه خپلو شومو مخو ته ځانونه ورسوي ۰او تر څنګ يي خپلو ګواډاګيانو ته دا حق او صلاحيت ورکړي دي ، چی دافغانستان دملي شتمنيو په چورولو کي نه يوازي د چاه پروابلکه ويره هم ونه لري ۰ دا ځکه چی دناټو يرغلي ځواک يي حمايه کوو نکي دي ۰ ځکه نو په دې ساړه ژمي کي دڅيرو خيمو وڅنګ ته په غلا سوو ملي شتمنيو باندي لوړ پوړي تعميرونه هم شتون لري ۰چی په اوسني مهال کي يي مالکين هم دغه په اصطلاح جهادي او تکنوکراتي دملي شتمنيوغله دی ۰ ددې اقتصادي جنايتکارانو دچل او چم څخه ډک رنګارنګ کالي ، دسردسمالونه ، پکولونه لوي او کوچني ږيري سړي ته درحمان بابا هغه ښکلي شعر چی د لويي معنا لرونکي او دانسانيت ډير څه پکښي نغښتي دي ، ورپه ياده وي ۰ چی وايي :

سړي په رنګ نه سړي کيږي ـــ سړي هغه دي چی يي خوي دسړو وينه

ددې شعر څخه هم داسي نتيجه اخستل کيدلايسي ۰ چی يوازي دولس په وړاندي په چل او چم باندي نه سي کيدلاي چی ځانونه دمقدس اسلام مدافعين وبولي ځکه عمل ، يي بايد ديوه ريښتني مسلمان وي يعني دغلا او بشري جنايت څخه ځانونه ليري ساتل دی ۰ ولي متاسفانه دامريکا تر اشغال لاندي د جهادي ټيکه دارانو او تکنوکراتانو کړني نه يوازی دملی ګټو بلکه داسلامی شريعت سره هم په تقابل کی قرار لري ۰

دليکني په وروستۍ برخه کي بايد ووايو چی دې وحشيانه اشغال او فاصد رژيم ته هغه وخت دپاي ټکي ايښوول کيدلايسي ، چی افغان ولس په بيساري مقاومت دسياسي حل دلاري واک تر لاسه او بيا دټولټاکنو دلاري يو ډموکراټيک نظام رامنځ ته کړي ۰ او دې هدف ته بيا هغه وخت ولس ژرتر ژره رسيدلايسي چی سياسي ملي ګوندونه هم په ريښتينه توګه بيله کومه ځنډه او ويري ولس ته په صداقت لاس ورکړي ۰ چی په پايله کي به په وطن کي دابشري او اقتصادي ناورينونو ته دپاي ټکي ايښوول سوي ، او داقتصادي جنايتکارانو څخه به بيرته ملي شتمني تر لاسه او بيت المال ته به وسپارل سي ۰

تمت بالخير


February 10th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي